د افغانستان په بلخ ولايت کې چاودنې ګنشمير ملکي وګړي ووژل
په بلخ کې چاودنه شوې ده
د افغانستان په شمال کې د بلخ په ولايت کې د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر چاودنه شوې ده.
د بلخ ولايت نه د ترلاسه شوي رپوټ له پدې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ تنو ملکي وګړو ژوند دلاسه ورکړی دی.
د بلخ ولايت چارواکيو ويلي دي چې چاودنه د دولت آباد ولسوالۍ د بربر په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د بلخ ولايت د دولت آباد ولسوالۍ ولسوال محمد يوسف خبري رسنيو ته ويلي دي چې چاودنه نن د سهار په ساعتونو کې د ملکي وګړو د سپرلۍ په سراچه ډوله موټر چې د مزار شريف پر لورې روان وو د دولت آباد ولسوالۍ د بربر په سيمه کې د سړک په غاړه په ځای په ځای شوي ماين وښوت.
هغه ويلي دي چې پدې چاودنه کې د موټر ټولې سپرلۍ ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ويلي دي چې پدې پيښه کې ۲ تنو ماشومانو او ۷ تنو ښځو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ددې بريد پړه پر طالبانو اچولې ده. هغه ويلي دي چې څه موده مخکې پدې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځته نښته شوې وه.