په کندهار کې درنده چاودنه وشوه
د افغانستان په کندهار ولایت کې د امنیې د قومندانۍ په مخکې درنده چاودنه وشوه.
1238324
د افغانستان په کندهار ولایت کې د امنیې د قومندانۍ په مخکې درنده چاودنه وشوه.
د کندهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د امنیې قومندانۍ او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ریاست ترمنځه شوې ده .
سیمه ایزو سرچینو ویلي دي چې لومړی د موټر پر مټ چاودنه وشوه او وروسته ډزې پيل شوې .
د بله پلوه سیمه ایزو مقاماتو د امنیې پر قومندانۍ کې تر اوسه پورې د ۳ چاودنو نه خبر ورکړی دی.
امنیتي ځواکونه د برید کوونکو نه په نښته کې ښکیل دي.
نښته د خپل ټول شدت سره دوام لري.
د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي.