د کندهار پر امنیې قومندانۍ برید پایته رسیدلی دی

د کندهار په ولایت کې  د امنیې پر قومندانۍ  ډله ایز برید پایته رسیدلی دی

1238441
د کندهار پر امنیې قومندانۍ برید پایته رسیدلی دی

د کندهار په ولایت کې  د امنیې پر قومندانۍ  ډله ایز برید پایته رسیدلی دی. سیمه ایزو چارواکیو ویلي دي چې  برید پایته رسیدلی دی او دوې پر چاڼي عملیاتو پیل کړی دی.

د بله پلوه  د طالبانو ویاند  بیا د سیمه ایزو مقاماتو دا ادعا رد کړې ده او ویلي دي چې  برید کوونکي اوس هم  ژوندي دي او مقامت ته دوام ورکوي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې برید کې تر اوسه پورې  ۷۰ تنو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده .

د میرویس روغتون  ویلي دي چې  ۹ مړي  او څه باندې ۶۰ ټپیان  دې روغتون ته راانتقال شوي دي.

د ویلو ده چې  نن  د مازیګر  په ناوخته ساعتونو کې  طالبانو  د کندهار د امنیې پر قومندانۍ  ډله ایز برید وکړ.

برید کوونکو  لومړی  د امنیې قومندانۍ په مخکې د موټر پر مټ  چاودنه وکړه چې وروسته  نورو بریدونو  پر امنیتي ځواکونو  ډزې پيل کړې.

نښته پيل شوه  . پداسې حال کې چې افغان مقاماتو  د برید د پایته رسیدو  نه خبر ورکوي خو طالبان بیا دا ادعا ردوي.



اړوند خبرونه