د افغانستان د لوګر په ولایت کې طالبانو ته  ستر ګوزار ورکړ شوی دی.

په لوګر کې د طالبانو په یو مرکز برید شوی دی

1236438
د افغانستان د لوګر په ولایت کې طالبانو ته  ستر ګوزار ورکړ شوی دی.

 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې  ځانګړو ځواکونو تیره شپه د لوګر ولایت د محمد آغه ولسوالۍ د کمال خیل په سیمه کې  د طالبانو په یو مرکز  چاپه واچوله.

پدې کې د ګن شمیر جګپوړو طالب اورپکو په ګډون  د ۲۲ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې  پدې عملیاتو کې  د طالبانو نظامي مسئول قدرت الله ، د دولتي کارکوونکو د ترور مسئول نعمت الله، د پوځي کمیسیون غړی حبیب الله او د طالبانو یو تن  جګپوړی  قومندان حبیب هم  وژل شوی دی.

د بله پلوه  د لوګر ولایت  د امنیت امر بیا  پدې برید کې  د ۳۰ تنو طالبانو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې  د لوګر ولایت لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی د والي ویاند، د محمد آغه لپاره ټاکل شوی تش په نامه ولسوال  او د لوګر لپاره د طالبانو نظامي مسئول  هم  وژل شوي دي.

پداسې حال کې چې  په بیان کې راغلي دي چې پدې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته  زیان  ندی اوښتی خو  سیمه ایزو  چارواکیو بیا  د ۵ تنو ملکي وګړو د وژل کیدو  او د ماشومانو په ګډون  د ۱۱ تنو نورو د ټپي کیدو نه هم  خبر ورکړی دی.



اړوند خبرونه