په کابل کې چاودنه شوې
په کابل کې د اداري اصلاحاتو د کمیسیون د کارکوونکو په لیږد موټر چاودنه شوې
د افغانستان پلازمینه کابل یو ځل بیا چاودنې ولړزو.
د کابل د دارلامان په سیمه کې د مامورنیو د لیږد پر موټر چاودنه وشوه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې چاودنه د اداري اصلاحاتو د کمیسیون د کارکوونکو د لیږد پر موټر شوې ده .
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي خبري رسنیو یوته ویلي دي چې نن د غرمې نه وروسته په ځايي وخت د یوې نیمې بجې شاوخوا ته د دارلامان د سناتوریم په سیمه کې د اداري اصلاحاتو د کمیسیون د کارکوونکو د لیږد پر موټر چاودنه وشوه.
هغه ویلي دي چې چاودنه د مقناطیسي بم د چاودنې چې مامورنیو موټر پورې نښلول شوی وو رامنځته شوې ده .
رحیمي په وینا پدې پيښه کې ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي. هغه ویلي دي چې چاودنه پداسې حال کې شوې ده چې مامورین د کورنو پر لورې روان ول.
دا برید د روژې د مبارکې میاشتې په وروستۍ او د کوچني اختر نه یواځې یو ورځ مخکې رامنځته کیږي.
تیره ورځ هم په کابل کې ۴ پر له پسې چاودنې رامنځته شوې وې. لومړی د پوهنتون د محصلینو د لیږد پر موټر ، وروسته دوه نورې چاودنې شوې وې.
همداشان د مازیګر په ساعتونو کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو پر موټر چاودنه شوې وه.
په پرنیو بریدونو کې ۲ تنه مړه او ۲۷ تنه نور ټبيان شوي وو.
د ویلو ده چې د دې بریدونو سره په کابل کې د اختر پدې مبارکو ورځو کې په لسګونو کورنۍ د غم په ټغر کینول شوې.