په هلمند کې پر افغان ځواکونو هوايي برید شوی
د افغانستان د هلمند په ولایت کې د غوڅ ملاتړ په اشتباهي برید کې ۱۷ تنه امنیتي ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هلمند ولایت د ولایتي شورا رئیس ویلي دي چې غوڅ ملاتړ تیره شپه د نهرسراج په ولسوالۍ کې په افغان امنیتي ځواکونو چې د طالبانو سره په جګړه کې بوخت ول اشتباهي هوايي برید کړی دی چې په پایله کې ۱۷تنو ژوند دلاسه ورکړی او ګن شمیر نور ټپيان شوي دي.
د هلمند ولایت د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې هوايي برید کې ۱۴ تنه افغان سرتیري ټپیان شوي دي.
همداشان د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک هم د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې برید د ناټو د غوڅ ماموریت لخوا شوی دی.
ځواک خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه په ۸ بجو طالبانو په نهرسراج کې د پولیسو په یو مرکز برید وکړ . کله چې تازه دمي ځواکونه سیمې ته روان ول د طالبانو د کمین سره مخامخ شول او نښته پیل شوه.
همداشان د نوموړې جګړې پر مهال بیا هوايي برید هم شوی دی چې په پایله کې ګن شمیر افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
ناټو ځواکونو د نوموړي برید په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي . د والي ویاند بیا ویلي دي چې د پیښې د څیړولو په خاطر یو نظامي پلاوی په دنده ګمارل شوی دی .
د هلمند والي محمد یاسین هم ویلي دي چې د پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
دا لومړی ځل ندی چې ناټو په افغانستان کې پر افغان ځواکونو اشتباهي برید کوي.