د افغانستان د بغلان ولایت په مرکز کې چاودنه وشوه.
پلخمري کې د مخابراتو د ریاست په مخکې چاودنه شوې
1200978
د بغلان ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن د غرمې نه وروسته پلخمري په ښار کې د مخابراتو د ریاست ترڅنګ چاودنه وشوه.
د بغلان ولایت امنیتي سرچینو ویلي دي چې چاودنه د سړک په غاړه د ځای په ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې ده .
پدې چاودنه کې ۴ تنه ټپیان شوي دي چې روغتیايي حالت يي ښه دی.
د بله پلوه عیني شاهدانو بیا ویلي دي چې پدې برید کې ۸ تنه ټپیان شوي دي.
د یادولو وړ ده چې تیر ماښام په جلال آباد ښار کې د روژه ماتي پر مهال د تالاشۍ په چوک کې څلور پله پسې چاودنې رامنځته شوې چې له امله يي ۴ تنه مړه او تر شلو ډیر کسان ټپیان شول.