د افغانستان د غزني په ولایت کې یو ډیر مشهور زیارت په بمونو ولوزول شو.
د غزني ولایت په یو مهم زیارت کې چاودنه وشوه
د غزني ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نامعلومو کسانو تیره شپه د ۳ بجو په شاوخوا کې د شمس العارفین زیارت په بمونو ولوزو.
د سیمې خلکو خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه د ۳ بجو په شاوخوا کې د ډیرې درندې چاودنې غږ واورید. د رڼا کیدو نه وروسته ولیدل شول چې چاودنه د شمس په زیارت کې شوې ده . پدې پيښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
د ویلو ده چې د شمس زیارت د غزني او حتا هیواد په کچه د خلکو ترمنځه ځانګړی ځای درلود.
د ویلو ده چې د شمس العارفین زیارت د غزني ولایت د مهمو تاریخي اثارو نه شمیرل کیده. د غزني ولایت د اطلاعاتو او کولتور ریاست مقاماتو د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې دا زیارت د هیواد مهمه تاریخي شتمني او اثر وو. د زیارت یوه برخه کې چې زیانمنده شوې وه تیر کال له سره رغول شوې وه.
د ویلو ده چې د شمس زیارت ته به د افغانستان د ګوټ ګوټ نه خلک د زیارت په خاطر تلل.
د غزني ولایت د امنیې قومندانۍ د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې ددې پیښې د عاملینو نیولو په خاطر يي پراخه تحقیقات پیل کړي دي. امنیې قومندانۍ ویلي دي دا لا معلومه نده چې دا برید او جنایت د چا لخوا ترسره شوی .
دا لومړی ځل ندی چې په غزني ولایت کې یو زیارت په بمونو الوزول کیږي. ددېنه وړاندې هم په غزني کې څو زیارتونه د افراطي ډلو لخوا په بمونو الوزول شوي دي.
غزني ولایت لرغونی تاریخي ښار دی چې د ډیرو زیاتو تاریخي اثارو کوربه توب کوي. د غزني ښار د اسلامي تمدن د پلازمینې په توګه هم یادیږی.