د افغانستان د فراه ولایت کې یو تن پولیس خپل څلور تنه ملګري په ډزو ووژل .

په فراه کې پولیس خپل څلور تنه ملګري ووژل

1184390
د افغانستان د فراه ولایت کې یو تن پولیس خپل څلور تنه ملګري په ډزو ووژل .

 

د فراه ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې دا پیښه  پرون  رامنځته شوې ده . پيښه د فراه ولایت په مرکز کې رامنځته شوې ده .

د فراه ولایت  د والي ویاند محب الله محب  د پيښې پخلی کړی دی. هغه ویلي دي چې  پيښه تیره د دوشنبې پر ورځ  د فراه ولایت په مرکز کې  رامنځته شوې ده .

هغه ویلي دي چې  برید کوونکي  پولیس  د خپلو ۴ تنو ملګرو د وژلو نه وروسته  د طالبانو سره  یو ځای شوی دی.

د بله پلوه  یوې بلې سرچینې بیا ویلي دي چې نفوذې  پولیس  نږدې یو کال  مخکې د پولیسو په لیکه کې په دنده  پیل کړی وو. سرچینې ویلي دي چې  د نوموړي پولیس نه هم  د پولیسو په لیکه کې د شاملیدو په خاطر  ضمانت  اخیستل شوی دی. د پيښې په اړه  تحقیقات پيل شوي دي.

د ویلو ده چې  په فراه ولایت کې  د تیرو دوو ورځو په دننه کې د دویم ځل لپاره د نجونو ښوونځي  په بمونو  الوزل کیږي.

تیره ورځ هم  په یاد شوي ولایت کې د نجونو  یو ښوونځی په بمونو الوزول شوی وو او نن یو ځل بیا  یو بل ښوونځي په بمونو  والوزل شو.

ویل کیږي  د نوموړو بریدونو په تړاو تر اوسه پورې څوک نیول شوي دي. همداشان  ددې بریدونو مسئولیت هم  تر اوسه پورې کومې ډلې  په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه