په لغمان کې چاودنې ۱۵ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودیدونکو مرمۍ د چاودنو له امله هر کال په سلګونو تنه ژوند د لاسه ورکوي
1183287
د افغانستان په ختیځ لغمان ولایت کې د هاوان د یوې ناچاودیدلې مرمۍ د چاودنۍ په پایله کې ۷ تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړ.
د لغمان ولایت د والي ویاند اسدالله دولتزي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د لغمان ولایت د مرکز مهترلام په ښار کې د یوې ناچاودیدلې هاوان مرمۍ د چاودنې په پایله کې ۱۵ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته.
هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې ۷ تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
ټپیان په روغتون کې د درملنې لاندې نیول شوي دي . د ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.