د افغانستان په غزني ولایت کې پر دوو امنیتي پوستو خونړی برید شوی دی.
په غزني کې پر امنیتي پوستو وسله وال برید شوی
1172842
د غزني ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري خبري رسنیو ته وویل چې تیره شپه طالبانو د غزني ښار د دریمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې پر دوو امنیتي پوستو وسله وال برید کړی دی.
هغه ویلي دي چې پدې برید کې له بده مرغه چې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه وویل چې برید د شپې د یوې بجې په شاوخوا کې شوی دی. د هغه په وینا د برید نه وروسته د طالبانو او پولیسو ترمنځه نښته پيل شوه چې وروسته د دریمې حوزې امر چې د پولیسو مرستې ته روان وو په لاره کې د طالبانو په کمین کې وژل شوی دی.
پدې نښته کې ۶ تنه پولیس ټپیان شوي دي چې د بعضو روغتیايي حالت يي ښه ندی.
د پیښې مسئولیت طالبانو پر غاړه اخیستی دی. طالبانو پدې برید کې د ۱۶ تنو پولیسو د وژلو ادعا کړې ده . همداشان یوې بلې سرچینې هم پدې برید کې د ۱۶ تنو افغان پولیسو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.