په کونړ کې د داعش او طالبانو ترمنځه په نښټه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې  د داعش ترهګرې ډلې او طالبانو ترمنځه  قوي نښته شوې ده .

1172192
په کونړ کې د داعش او طالبانو ترمنځه په نښټه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کونړ ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  دا نښته  د چپې درې په سیمه کې شوې ده .

د کونړ والي  عبدالستار میرزکوال  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د داعش ترهګرې ډلې او طالبانو ترمنځه پدې نښته کې  ۱۷ تنه داعشي او دوه تنه  طالب ترهګر  وژل شوي  او د ۱۵ تنه داعشي او ۱۰ تنه طالب ترهګر ټپيان شوي دي.

د بله پلوه  د چپې درې  ولسوال خلیل الله خلیلي بیا  ویلي دي چې  داعشي ترهګر  پدې نښته کې  د طالبانو تر کنټرول لاندې د ننګلام  او دیګل  درې  نیولي دي.

هغه ویلي دي چې ددې نښتو له امله د سیمې نږدې ۲ زره کورنۍ  د خپلو کورونو پریښودو ته  اړ شوي دي.


پيوندونه: #کونړ , #طالبان , #داعش , #نښته

اړوند خبرونه