د امریکا د دفاع وزیر افغانستان ته سفر کړی دی
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان چې د رسمي سفر په ترڅ کې افغانستان ته سفر کړی د نوموړي هیواد د ولسمشرمحمد اشرف غني سره ولیدل.
د ویلو ده چې د امریکا د دفاع سرپرست وزیر تیره ورځ د ناڅاپي سفر په ترڅ کې افغانستان ته ورسید.
د پنټاګون ویاند سیان روبیرتسن افغانستان ته د امریکا د دفاع د وزیر د سفر په اړه وویل چې ، ښاغلی شاناهان د سویلي اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ د استراتیژۍ په مسئله کې د افغانستان نه د ملاتړ د تازه کولو په خاطر افغانستان ته سفر کړی دی.
شاناهان د افغانستان د دفاع وزیر، ملي امنیت سلاکار او یو زیات شمیر نورو چارواکیو سره د لیدنې نه وروسته د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د محمد اشرف غني سره هم ولیدل.
ویاند ویلي دي چې پدې لیدنه کې د امریکا او افغانستان ترمنځه په دفاعي او پوځي اړیکو او په افغانستان کې د روانې جګړې د حل په خاطر د امریکا او افغانستان په همکاریو خبرې کړي دي. دواړو مشرانو د همکارۍ په اهمیت ټینګار کړی دی.
شاناهان پداسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې د طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د مخامخ مذاکراتو نه وروسته د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو د نیټې په اړه ډول ډول ادعاګانې رامنځته شوي دي.
د بله پلوه د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې تر اوسه پورې د ولسمشر له لورې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ویستو اړوند هیڅډول هدایت ندی ترلاسه کړی .