ولسمشر محمد اشرف غني ولس ته وینا وکړه
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په تړاو خپل ولس ته په خطاب وینا وکړه.
ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې غواړي د سولې فرصت چې د ټولو افغانانو یواځنۍ غوښتنه رامنځته کړي.هغه وویل چې نیت او قاطع اراده لري چې د سولې تړلې دروازې به پرانیزي ځکه چې دا د هر افغان وګړي غوښتنه ده.
ولسمشر غني وویل چې د امریکا لخوا د طالبانو سره مخامخ مذاکرات د سولې په برخه کې د افغان حکومت د پلانونو یوه برخه ده چې البته ددې مذاکراتو مالکیت د افغانستان حکومت او افغانانو ګډ چتر دی.
هغه وویل چې مونږ ژر غواړو ، په سرعت يي غواړو خو په تدبیر يې غواړو.
تدبیر ځکه مهم دی چې په هیواد کې پخوانۍ تیروتۍ تکرار نشي. د شهید داوود خان په وخت کې شوې تیروتنه تکرار نشي. هغه تیروتنه او اشتباه دا وه چې د هغه وخت حکومت د سیمې له سیاستونو ناخبر وو چې د همدې ناخبرۍ په نتیجه کې د ثور د اوومې فاجعه رامنځته شوه.
هغه وویل چې زمونږ لپاره تدبیر ځکه مهم دی چې په هیواد کې د ډاکټر نجیب الله د وخت اشتباه یو ځل بیا تکرار نشي ځکه چې مونږ د ډاکټر نجیب الله د دورې په اړه پوره اګاهي لرو. مونږ ټول ښه پوهیږو چې ملګروملتونو سازمان هغه ته د سولې ضمانت کړی وو خو له بده مرغه چې وروسته دا سولې په سترې فاجعې بدله شوه.
هغه وویل چې د افغانستان د خلکو د منتخب ولسمشر په توګه پدې ډیر ښه پوهیږي چې د سولې په اړه ددې هوکړو نه وروسته د رامنځته کیدونکي خطرات څه دي.
هغه ویلي دي چې هر افغان سوله غواړي او مونږ له ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو د لومړۍ ورځې نه راپدیخوا د افغانان ددې سپڅلې غوښتنې او ارمان د پوره کولو په خاطر کار کړی دی.
هغه وویل چې هیڅوک باید دا خبره هیره نکړي چې د افغانستان د روانې جګړې قربانیان افغانان دي چې د همدې امله د سولې ابتکار هم باید د افغانانو وي.
هغه ویلي دي لکه څرنګه چې ټول شاهد یو په روانه جګړه کې په هوايي او مځکنیو بریدونو کې یواځې افغانان وژل کیږي. هیڅ افغان د سنګین په څیر د پیښو تکراریدل نه غواړي. هیڅ افغان لپاره دا خبره چې ځوانان يي د جګړې قرباني شي او یا په بهرنیو هیوادونو کې سرګردانه وي د منلو وړ نده.
هغه وویل چې هیڅ افغان دا نه غواړي چې د هیواد د نوم سره سم د جګړې او فقر نوم ذکر شي. هیڅ افغان دا نه غواړي چې بهرني ځواکونه دې پدې هیواد کې د اوږدمهال لپاره پاتې شي. هو اوس چې کوم بهرني ځواکونه په هیواد کې میشت دي دا د ځینو اړتیا له مخې دي.
هغه وویل چې کلک او قاطع اراده لرو چې دا ۴۰ کلنه جګړه به نوره په هیواد کې پایته رسو او د تاریخ دا توره تورتم پاڼه خامخا وتړو.
هغه وویل چې مونږ د ځینو هیوادونو د انزوا او ځینو هیوادونو د مرستو جلبولو طرحه د تیر کال د حمل په میاشت کې وړانډې کړه. البته چې د هغه هیوادونو چې د ترهګرۍ اصلي حامیان بلل کیږي د هغوې د انزوا غوښتنه مو وکړه.
هغه وویل چې حکومت يي پدې موده کې ډیر زیاتې لاسته راوړنې درلودلي دي..