د امریکا متحده ایالتونو ستر درستیز د یو ناڅاپي سفر په ترڅ کې کابل ته تللی دی.
د امریکا ستر درستیزوال د ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل
1119142
د امریکا ستر درستیزوال جنرال مارک میلي کابل ته رسیدلی دی.
مارک میلي د جګپوړي پلاوي په ملګرتیا د ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه وکړه.
پدې لیدنه کې په یو زیات شمیر مسلو خبرې وشوې .
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتېژۍ د مثبت تاثیر، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او پر خپل ځان د بسیاینې په خاطر د افغانستان د پلانونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې افغان حکومت د اداري فساد او بډو پر خلاف په مبارزه کې هم ډیر زیات پرمختګ کړی دی او پدې اړه به مبارزه په همدې شان دوام وکړي.