د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د کابل د رایو د باطلولو په اړه د شکایتونو د کمیسیون پریکړه رد کړه
د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس : د شکایتونو د کمیسیون پریکړه سیاسي ده
د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د کابل د ټولو رایو د باطلولو اړوند د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون پریکړه رد کړه او دا يي سیاسي ، احساساتي او غیرې مسئولانه پریکړه وبلله.
د ویلو ده چې د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون نن د اکتوبر په ۲۰ او ۲۱ مو نیټو ترسره شوي په کابل کې پارلماني ټاکنې لغوه اعلان کړې.
د شکایتونو کمیسیون ددې پریکړې لامل د ټاکنو د قانون د دویمې مادې نه سرغړونه او په ټاکنو کې ترسره شوې پراخه درغلۍ په ګوته کړې.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د پریکړې نه څو ساعته وروسته د ټولټوټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس عبدالبدیع صیاد د کمرو په مخکې راڅرګند شو او دا پریکړه يي رد کړه.
هغه وویل چې مونږ د کابل د ولایت د رایو بیا شمیرنې ته دوام ورکوو.
هغه وویل چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پریکړه د هیواد د ګټو پر خلاف ده.
هغه وویل چې یاد شوي کمیسیون د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون سره د سلامشورو نه پرته ځینې پریکړې او تصمیمونه نیولي دي چې دا ټول سیلقه يي او سیاسي بڼه لري.
همداشان صیاد وویل چې د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو د کمیسیون د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د غړیو د دندو د ځنډولو او یا جریمه کولو صلاحیت نلري دا ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون صلاحیت دی.
هغه د رای شمیرنې په برخه کې د ځینو خنډونو او کندیو پړه هم د شکایتونو په کمیسیون واچوله.
هغه وویل چې پاتو ولایتونو ابتدايي نتایج به هم په راتلوونکو ورځو کې اعلان کړي.