په کابل کې یو زورواکي ۶ تنه پولیس او یو تن خبریال ټپیان کړي
په کابل کې د پولیسو او یو تن زورواکي د پلویانو ترمنځه وسله واله نښته شوې
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د یو زورواکي او پولیسو ترمنځه په نښته کې لږ تر لږه ۶ تنه پولیس او یو تن هم خبریال ټپیان شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې نن د غرمې نه وروسته پلازمینې کابل د شهر نو په سیمه کې یو تن زورواکي لږ تر لږه ۶ تنه پولیس او یو تن خبریال ټپیان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا پيښه د پولیسو لخوا د څارنوالۍ په امر د یو کور د تخلیه کولو له امله رامنځته شوې ده . هغه ویلي دي چې د افغانستان د پخواني دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک زوی تمیم وردک پلویانو پر پولیسو ډزې کړي او لږ تر لږه ۶ تنه پولیس او یو تن هم خبریال يي ټپيان کړي دي.
هغه ویلي دي چې په ټپیانو کې د کابل د چټک غبرګون د پولیسو د قطعې رئیس ارکان هم شتون لري.
دانش ویلي دي چې ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او د غیرې مسئولو وسله والو په نیولو يي پیل کړی دی.
د بله پلوه د افغانستان د پخواني دفاع وزیر جنرال رحیم وردک دفتر پدې پيښه کې هر ډول ارتباط رد کړی او ویلي دي چې دوې ددې پيښې سره هیڅډول تړاو نلري. دا پيښه د ښاغلي نصرالدین شنسب د زوی تمیم شنسب پورې تړاو لري.
په رحیم وردک د دفتر د بیان له مخې د ښاغلي نصرالدین شنسب زوی تمیم شنسب د چا سره د جایداد پر سر دعوا لري. مقابل لوری د محکمې په حکم د پولیسو سره یو ځای راغلی وو چې وروسته وسله واله نښته پيل شوه.