د افغانستان په شمال کې  د بهرنیو  ځواکونو په کتار ځانمرګی برید وشو.

په بګرام کې په بهرنیو ځواکونو برید شوی دی

1070877
د افغانستان په شمال کې  د بهرنیو  ځواکونو په کتار ځانمرګی برید وشو.

د پروان ولایت  د بګرام  په ولسوالۍ کې  د بهرنیو ځواکونو په کتار  د موټر پر مټ  ځانمرګی برید وشو.

د پروان ولایت نه  د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  برید  د بګرام ولسوالۍ د چین زيي په سیمه کې  شوی دی.

د پروان ولایت  امنیتي چارواکیو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا برید  تیره شپه  شوی دی.

د چارواکیو په وینا  برید  هله وشو چې د بهرنیو ځواکونو کتار په ګزمې بوخت  وو.

د برید مسئولیت طالبانو په اړه اخیستی دی.

د طالبانو ویاند  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  تیره شپه  د بګرام په ولسوالۍ کې  د  امریکايی ځواکونو په کتار  قوي ځانمرګی برید کړی دی. طالبانو پدې برید کې  لږ تر لږه  د ۶ تنو امریکايي سرتیرو د وژلو ادعا کړې ده .

د بله پلوه  د چک جمهوریت  ویلي دي چې برید  ددوې په سرتیرو شوی دی.

د چک جمهوریت پوځ پدې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  تیره شپه  د کابل شمال لوري ته د بګرام په ولسوالۍ کې ددوې پر ځواکونو برید شوی چې له امله يي  ددوې پنځه تنه سرتیري ټپیان شوي دي.

په بیان کې راغلي دي چې د ټپي شوو سرتیرو نه د یو تن روغتیايي حالت باریکه دی. ټپي شوي سرتیري  د  چورلکو په واسطه  روغتون ته  انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.



اړوند خبرونه