د افغانستان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځه نښته شوې
د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو ترمنځه په نښته کې پاکستاني لوري ته ځاني زیان اوښتی دی.
دا خبره د افغانستان د کندهار ولایت د امنیې قومندان جنرال عبدالرزاق کړې ده .
د ویلو ده چې تیره ورځ د کندهار په ولایت کې د افغانستان او پاکستان په پوله کې د دواړو هیوادونو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه نښته وشوه.
د سیمه ایزو افغان مقاماتو په وینا نښته هله پيل شوه چې پاکستاني ځواکونو غوښتل د افغانستان په خاوره کې اغزن مزي راکاږي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند سید غفور احمد جاوید خبري رسنیو ته ویلي دي چې نښته د پاکستاني ځواکونو لخوا د افغانستان لوري ته د راتیریدو او د افغانستان په خاوره کې د اغزن مزو د نصبولو نه وروسته پيل شوه. افغان ځواکونو لومړی پاکستاني ځواکونو ته خبرداری ورکړ او وروسته نښته پیل شوه.
افغانستان ویلي دي چې لومړنی ډزې د پاکستان له لورې وشوې چې په ځواب کې افغان ځواکونو هم په ډزو پیل وکړ. ویل کیږي نښتې څو ساعته دوام وکړ.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې پدې نښته کې افغان ځواکونو ته هیڅډول ځاني زیان ندی اوښتی.
د کندهار د امنیې قومندان بیا ویلي دي چې پدې نښته کې ۳ تنه پاکستاني سرتیري مړه او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي او افغان ځواکونو ته ځاني زیان ندی اوښتی.
د ملي دفاع وزارت ویاند ویلي دي چې د دواړو هیوادونو ډیپلوماتیک مذاکرات پيل شوي دي.
د ویلو ده چې افغانستان د پاکستان سره ۲۶۴۰ کیلومتره په اوږدوالي سره ګډه پوله لري.
د ویلو ده چې افغانستان او پاکستان وخت نا وخته د ډیورند په فرضي لیکه نښتي کوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځه د ډیورند کرښه په ۱۸۹۳ کال کې انګلستان د وخت د بهرنیو چارو وزیر سیر مورټایمر ډیورند لخوا د افغانستان د پاچا امیر عبدالرحمان خان سره د یو تړون په پایله کې وټاکله.
پاکستان اوسمهال د ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځه د پولې په توګه قبلوي خو افغانستان بیا دا خبره نه مني او د ډیورند کرښه په رسمیت نه پیژني.