په افغانستان کې په تیرې یوې میاشتې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې شمیره اعلان شوه

د افغانستان د دفاع وزیر په تیره میاشت کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله اعلان کړه

1055212
په افغانستان کې په تیرې یوې میاشتې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې شمیره اعلان شوه

 په افغانستان کې د یوې میاشتې په دننه کې  ۵۱۳ تنو امنیتي ځواکونو  ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي ولسي جرګې ته  د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل چې  په تیرې یوې میاشتې کې  ۵۱۳ امنیتي ځواکونه وژل شوي  او تر ۷۰۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.

هغه ویلي دي چې ددې یوې میاشتې په دننه کې  ۴۳ تنه سرتیري  طالبانو لخوا اسیر شوی دي.

هغه ویلي دي چې پدې وروستي میاشت کې  د دولت د مخالفینو  ځاني زیان  بیا  د حکومتي ځواکونو په پرتله  ۳ برابره  دی.

بهرامي ویلي دي چې  تیره میاشت  د امنیتي ځواکونو لپاره  تر ټولو خونړۍ  میاشت وه. د ځاني زیانونو د مخنیوي په خاطر  په پلانونو کار کوو.



اړوند خبرونه