په جلال آباد کې چاودنه شوې
په جلال آباد کې چاودنې ۴ تنه ټپيان کړي
1052970
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې چاودنه شوې.
د ننګرهار نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې نن د سهار په وختي ساعتونو کې د جلال آباد ښار د دویمې ناحیې په مربوطاتو کې چاودنه شوې.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې ۴ تنه ټپیان شوي دي.
چاودنه د خوراکي توکو په یو سرای کې شوې ده. چاودنه د اوړو او غوړو په لوی دوکان کې رامنځته شوې ده .
د ننګرهار ځايي مقاماتو د پيښې پخلی کړی دی خو د جزیاتو ورکولو نه يي ډډه کړې ده.