د افغانستان لپاره د داعش ترهګرې ډلې مشر په هوايي برید کې ووژل شو.
د افغانستان لپاره د داعش بل مشر هم ووژل شو
1042196
په افغانستان غوڅ ماموریت ویلي دي چې د هیواد په ختیځ کې د داعش ترهګرې ډلې مشر وژلی دی.
د غوڅ ماموریت لخوا د خپور شوي بیان له مخې داعشي مشر امیر ابو ساد اورکزی د اګست په ۲۵ مه نیټه ددوې په هوايي برید کې وژل شوی دی.
همداشان په افغانستان کې د غوڅ ماموریت نوي مشر جنرال سکاټ میلر ویلي دي چې داعشي قومندان امیر ابو ساد اورکزی د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو په ولسوالۍ کې ددوې په یو هوايي برید کې وژل شوی دی.
هغه ویلي دي چې په افغانستان کې به په ترهګرو ډلو فشارونه زیات کړي.
د یادولو وړ ده چې امیر سعد ارحابي چې په ابو ساد اورکزي مشهور دی او په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې مشر وو ووژل شو.
دا په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې ۴ م مشر دی چې وژل کیږي.