د افغانستان د ملي امنیت مرستیال سلاکار له خپلې دندې استعفا وکړه.
د افغانستان د ملي امنیت په شورا کې دویمه استعفا .
1041935
د ملي امنیت مرستیال سلاکار محمد سلیمان کاکړ ولسمشر محمد اشرف غني ته خپل استعفا وړاندې کړې ده .
هغه په خپل استعفا لیک کې د استعفا لامل ځینې موجود ملحوظات او ستونزې په ګوته کړي دي. هغه ویلي دي چې د موجودو ستونزو له امله نشي کولای چې ددینه وروسته د ملي امنیت شورا د مرستیال په توګه دندې ته دوام ورکړي.
هغه په استعفا لیک کې د ولسمشر محمد اشرف غني غوښتې چې هر څه ژر ورته استعفا منظوره کړي.
د ویلو ده چې لنډه موده مخکې د افغانستان پخواني د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له خپلې دندې استعفا وکړ او ولسمشر محمد اشرف غني په امریکا کې د افغانستان لوی سفیر حمد الله محب د ملی امنیت د سلاکار په توګه په دنده وګماره.