په ننګرهار کې مهم طالب ډلمشر ووژل شو
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د طالبانو مهم مشر د خپلو ۶ تنو سره یو ځای ووژل شو.
1032529
د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوي راپور له مخې نوموړی تیره شپه د ملي امنیت په کمین کې وژل شوی دی.
د ننګرهار ولایت د رسنیو د دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې د طالبانو مهم قومندان ایمل د خپلو ۶ تنو جنیګالیو سره یو ځای تیره شپه د غني خیلو وسلوالۍ په مربوطاتو کې د یو کمین په برید کې وژل شوی دی.
په بیان کې راغلي دي چې نوموړو طالبانو غوښتل چې د غني خیلو ولسوالۍ پر مقام او په یادې شوې ولسوالۍ کې په دولتي اداراتو او امنیتي پوستو د برید پلان درلود چې د ملي امنیت ریاست د منسوبینو لخوا له منځه یوړل شو.
په بیان کې راغلي دي طالبانو د امنیتي ځواکونو د لیدو سره غوښتل چې وتښتي چې د امنیتي ځواکونو تر برید لاندې ونیول شول او ټول له منځه یوړل شول.
د طالبانو سره سم د هغوې موټر، چاودیدونکي توکي، ګن شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.