د افغانستان په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځه سخته جګړه دوام لري.
د افغانستان تاریخي ښار غزني د اور په لمبو کې سوځي
د افغانستان لوی درستیز شریف یفتلي خبري رسنیو ته ویلي دي چې افغان ځواکونو په غزني ښار کې د طالبانو ټول بریدونه په شا تنبولي دي او په بعضو سیمو کې نښتې دوام لري.
هغه ویلي دي چې طالبانو د ملکي وګړو په کورونو کې پټ شوي دي چې د همدې امله افغان ځواکونه په ډیر دقت سره عملیات ترسره کوي.
هغه وویل چې هغه سیمې چې د طالبانو په لاس کې دي هر څه ژر به د بیرته ونیول شي.
د بله پلوه د غزني ولایت ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني خبري رسنیو ته ویلي دي چې اوس هم د یاد شوي ولایت یو زیات شمیر سیمې د طالبانو په لاس کې دي او طالبانو یو زیات شمیر دولتي ودانۍ سوځولي دي.
همداشان د غزني ولایت د ولایتي شورا یو تن غړي نصیر احمد فقیري بیا ویلي دي چې په نښتو کې تر ۳۰ تنو ډیرو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د غزني ولایت دولتي روغتون بیا ویلي دي چې په لسګونو تنه مړي او ټپیان روغتون ته راوړل شوي دي چې نور په روغتون کې ځای پاتې ندی.
د غزني سیمه ایزو چارواکیو بیا ویلي دي چې په جګړه کې تر اوسه پورې ۱۲۷تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ تنو ډیر ټپيان شوي دي.
د غزني امنیتي چارواکیو ویلي دي چې ځانګړو ځواکونو او کوماندو ځواکونو په ښار کې په عملیاتو پیل کړی دی . یو زیات شمیر مړي او ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د غزني ولایت د دولتي روغتون رئیس باز محمد همت خبري رسنیو ته ویلي دي چې تر اوسه پورې د ۱۱۰ تنو پوځیانو مړي روغتون ته راوړل شوي دي چې لوی اکثریت يي ملي پولیس تشکیلوي.
هغه ویلي دي چې ددې سربیره د نږدې شلو تنو ملکي وګړو مړي هم روغتون ته راوړل شوي دي.
د ټپیانو شمیره ۱۷۰ تنه ده.
د بله پلوه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني غزني ولایت ته د تازه دمو ځواکونو د استولو پریکړه کړې ده .
هغه دا پریکړه تیره ورځ د غزني د والي، امنیې قومندان، ملي اردو ځواکونو مشر او امنیت رئیس سره د خبرو نه وروسته کړې ده .