د کابل په افشارو سیمه کې دریم توغندی وغورځید

د کابل  د پولیسو په پنځمه ناحیه کې د افشارو په سیمه دریم  توغندی وغورځید.

1018357
د کابل په افشارو سیمه کې دریم توغندی وغورځید

د کابل  د پولیسو په پنځمه ناحیه کې د افشارو په سیمه پنځه  توغندي غورځیدلي دي.

د یادولو وړ ده چې  د افشارو په سیمه کې  لومړنی توغندی  د ماسپخین د یوې بجې په شاوخوا کې په یو کور وغورځید.

د لومړني توغندي په چاودنه کې  ۳ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

همداشان  د لومړني توغندي نه لس دقیقې وروسته په سیمه دویم توغندی ولګید.

د دویم توغندي د لګیدو نه لنډه موده وروسته  دریم ، بیا څلورم او پنځم  توغندی  ولګید.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي د پيښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې  په وروستیو څلور توغندیود لګیدو له امله په رامنځته شوو چاودنو کې چاته  ځاني زیان  ندی رسیدلی. هغه ویلي دي چې  څلور توغندي د افشارو په غنډۍ لګیدلي دي

دا لا معلومه نده چې دا توغندي له کومه ځایه توغول شوي دي.

هغه ویلي دي چې پولیسو په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه