د بلخ د چمتال په ولسوالۍ کې درنده جګړه روانه ده
د افغانستان د بلخ ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځه قوي جګړه روانه ده.
1006852
د افغانستان د بلخ ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځه قوي جګړه روانه ده.
د بلخ ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې طالبانو تیره شپه د ۱۱ بجو په شاوخوا کې د چمتال ولسوالۍ په امنیتي پوستو ډله ایز هممهاله بریدونه کړل.
ویل کیږي په سیمه کې قوي جګړه دوام لري. همداشان پدې جګړه کې طالبانو ځیني امنیتي پوستې نیولي دي او د ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ د نیولو هڅه کوي.
د سیمې اوسیدونکو خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو بریدونو ته زور ورته کړی دی.
افغان خبري رسنیو هم ویلي دي چې د چمتال ولسوالۍ د سقوط د ګواښ سره مخامخ دی.
د بله پلوه طالبانو په چمتال ولسوالۍ کې د ګن شمیر امنیتي پوستو د نیولو ادعا کړې ده .
د افغانستان امنیتي مقاماتو له د مسلې په اړه څه ندي ویلي.