په سرپل کې ۴ تنه قاضیان وتښتول شول
د افغانستان په شمال سرپل ولایت کې ۴ تنه قاضیان او د محکمې کارکوونکي تښتول شوي دي.
1006366
د افغانستان په شمال سرپل ولایت کې ۴ تنه قاضیان او د محکمې کارکوونکي تښتول شوي دي.
د سرپل ولایت یو ځايي چارواکي خبري رسنیوته ویلي دي چې ددې ولایت څلور تنه قاضیان او د محکمې کارکوونکي د طالبانو لخوا تښتول شوي دي.
ویل کیږي دا معلومه نده چې طالبانو نوموړي قاضیان چیرته وړي دي.
د سرپل ولایت امنیتي سرچینو د پيښې په اړه په رسمي توګه څه ندي ویلي.
همداشان د تښتول شوو قاضیانو او محکمې کارکوونکو د هویت په اړه هم څه ندي ویل شوي .
د یادولو وړ ده چې طالبانو لنډه موده مخکې په تخار ولایت کې د نفوسو د ثبت د ادارې ۴ تنه کارکوونکي تښتولي وو چې تر اوسه پورې د برخلیک په اړه معلومات نشته دی.