ایران د افغانستان سره نوې سرحدي دروازې پرانیزي .
ایران غواړي چې د افغانستان سره نوې سرحدي دروازې پرانیزي
ایران د افغانستان سره نوې سرحدي دروازې پرانیزي .
د ایران د پوله ساتو ځواکونو قومندان قاسم رضايي ویلي دي چې د افغانستان د سرحدي مقاماتو سره مو په لیدنه کې د ایران او افغانستان ترمنځه د نوو سرحدي دروازو د پرانیستو پر سر په تفاهم رسیدلي یو.
هغه ویلي دي چې د افغانستان د سرحدي مقاماتو سره په لیدونو کتنو کې د دواړو هیوادونو ترمنځه په پوله کې د امنیتي تدابیرو د لا لوړولو او د سرحدي دوازو د زیاتو پر سر تفاهم وکړ.
هغه ویلي دي چې د ایراني ځواکونو سره د افغانستان د سرحدي ځواکونو همکاري زمونږ هیواد ته تر ډیره حده د نشه يي توکو د قاچاق مخه نیولې ده .
قاسم رضايي ددې خبرې په ټینګار وویل چې د افغان ځواکونو د ګډې همکارۍ سره غواړو چې ایران ته د نشته يي توکو د قاچاق مخه په کامله توګه ونیسو.
د هغه په وینا افغانستان د ایران سره ۹۴۵ کیلومتره ګده پوله لري .افغانستان او ایران ترمنځه درې رسمي سرحدي دروازې شتون لري . همداشان د پولې په اوږدو کې په ځینو نقطو کې په غیرې رسمي توګه تګ او راتګونه کیږي.