په لوګر کې خونړۍ چاودنه وشوه.
په لوګر کې د سولې د پروسې نه په ملاتړ کوونکي خونړی برید وشو
په لوګر کې خونړۍ چاودنه وشوه.
د افغانستان د لوګر ولایت د چرغ په ولسوالۍ کې خونړۍ چاودنه وشوه چې له امله يي لږ تر لږه ۸ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه نن پنجشنبې ورځ د غرمې نه مخکې رامنځته شوه.
ویل کیږي چاودنه د ځوانانو د یوې ډلې په منځ کې د سولې د پروسې نه د ملاتړ په خاطر راټول شوي وو شوې ده .
د بله پلوه د ۲۰۳ تندر قول اردو خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د چرغ ولسوالۍ د اسماعیل خیلو په سیمه کې د سولې د پروسې نه د ملاتړ په موخه د راټولو شوو ځوانانو په منځ کې شوې ده .
پدې پیښه کې ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی چې ښځې او ماشومان هم پکې شتون لري او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو ګمان کیږي چې د طالبانو لخوا شوی وي.ځکه چې طالبانو ویلي وو چې په افغانستان کې د سولې په تړاو روانې هلې ځلې او لاریونونو د بهرنیانو په اشارې سره کیږي.
طالبانو ددې څرګندونو سره د سولې د په تړاو د روانو هلو ځلو سره سخت مخالفت ښودلی دی .