پکتیکا کې د طالبانو ترمنځه نښته شوې

پکتيکا کې وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې ۹ تنه وژلي دي.

996802
پکتیکا کې د طالبانو ترمنځه نښته شوې

پکتيکا کې وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې ۹ تنه وژلي دي.

د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي د ومنې په ولسوالۍ کې د طالبانو ترمنځ وسله والې نښتي او ځانمرګي بريد ۹ وسله وال وژلي او ۳ نور يې ټپيان کړي دي.

د پکتيکا د امنيې قومندان مل پاسوال محمد عظيم هاشمي  خبري رسنیو ته وویل چې  ومنې ولسوالۍ د اتو خونو په سيمه کې  جګړه او ځانمرګی بريد هغه مهال رامنځته شوی؛ چې د طالبانو يوې ډلې غوښتل د افغان حکومت سره د جګړې پر ځای سوله وکړي، خو بلې ډلې يې په مقابل کې مخالفت کړی او جګړه او ځانمرګی بريد را منځ ته شوی.

ښاغلی هاشمي زیاته کړې چې  تېره شپه د عبدالحق په نوم قومندان غوښتل چې نور بايد افغان حکومت سره سوله وشي او د امنيتي سرتيرو سره جګړه پایته ورسوي، چې مقابل لوري ورباندې ځانمرګی وکړ او وروسته د دوی د کسانو تر منځ وسله واله نښته رامنځ ته شوې، چې په وينا يې د دواړو لوريو څخه  نهه تنه وسله وال وژل شوي او درې ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسنيو ته معلومات ندي ورکړې.



اړوند خبرونه