د افغانستان د کندهار په ښار کې چاودنه شوې ده .
کندهار کې چاودنه وشوه
981691
د افغانستان د کندهار په ښار کې چاودنه شوې ده .
د کندهار ښار نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن د سهار په ساعتونو کې د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې چاودنه وشوه.
د کندهار ولایت امنیتي سرچینو د چاودنې پخلی کړی دی .
د کندهار امنیتي سرچینو ویلي دي چې پدې پيښه کې تر لسو تنو ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
سرچینې ویلي دي چې په پیښه کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.