طالبانو په کندوز ولایت کې د امنیتي ځواکونو په مرکز خونړی برید وکړ.
طالبانو په دشتي ارچي کې په امنیتي پوستې وسله وال برید وکړ
طالبانو په کندوز ولایت کې د امنیتي ځواکونو په مرکز خونړی برید وکړ.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې طالبانو په کندوز ولایت کې د امنیتي ځواکونو په یو مرکز د خونړي برید سره لږ تر لږه ۸ تنه سرتیري وژلي دي.
د برید نه وروسته نښته پیل شوې چې په پایله کې ۶ تنه برید کوونکي د خپو غورځول شوي دي.
د کندوز ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند انعام الدین رحماني خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو د دشتي ارچې ولسوالۍ د تاجک قشلاق په کلي کې د امنیتي ځواکونو په مرکز وسله وال برید وکړ.
د هغه په وینا د برید نه وروسته نښته پيل شوه چې له امله يي ۸ تنه سرتیري مړه او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې پدې نښته کې ۶ تنه برید کوونکي هم وژل شوي دي.
د ویلو ده چې طالبانو د پسرلي په راتګ سره په ټول افغانستان کې بریدونو ته زور ورته کړی دی.
طالبانو پرون په ننګرهار ولایت کې د مستوفیت په ادارې ډله ایز برید وکړ چې په پایله کې ۱۱ تنه مړه او تر ۴۰ تنو نور ټپیان شول.