په اندونېزيا كې د سولې په اړه د ديني عالمانو اعلاميه

د اندونېزيا د بوګور په ښار كې د افغانستان، پاكستان او اندونېزيا د هېوادونو د ديني عالمانو په ګډون ګډ كنفرانس پاى ته ورسېدلو.

969055
په اندونېزيا كې د سولې په اړه د ديني عالمانو اعلاميه

 

د اندونېزيا د بوګور په ښار كې د افغانستان، پاكستان او اندونېزيا د هېوادونو د ديني عالمانو په ګډون ګډ كنفرانس پاى ته ورسېدلو.

پدې كنفرانس چې په افغانستان كې د سولې د خبرو اترو د بهير په اړه د اندونېزيا د هېواد په كوربه توب جوړ شوى و، د درې واړو هېوادونو نه پكې لسګونو عالمانو ګډون كړى و.

د كنفرانس ګډونوالو د پاى په اعلاميه كې ۱۲ مادې ذكر كړي دي چې په ټوله كې د ديني نصوصو پر اساس د سولې او روغې جوړې پر اهميت باندې ټينګار شوى دى.

په اعلاميه كې د طالبانو په څېر د كومې ډلې نوم نه دى اخيستل شوى او نه هم د روانې جګړې د غير مشروعيت په اړه په كې څه ويل شوي دي.

دا اعلاميه پدې ډول ده :

. ۱ - اسلام د سولې، زغم او اعتدال دین دی. د اسلام کلمه د سلام له کلمي اخیستل شوې ده چې د سولې او ژغورنې په معنی دی. واقعي مسلمانان باید له نهایي ترحم او مهربانۍ څخه کار واخلي
۲ -  د اسلام اساسي پیغام د سولې، ترحم، او مهربانۍ پر اصولو ولاړ دی. موږ له همدې امله د پیغام پاکستان (د پاکستان ۱۸۰۰ علماو متفقه فتوای)، د افغان علماو پریکړه لیکونو او اسلامي نړۍ لخوا د سولې د هر ډول ترسره شویو نوښتونو او صادرو شویو پریکړه لیکونو تائید کوو چې د سولې او اسلامي ورولۍ ملاتړ تاوتریخوالي او تروریزم یې غندنه یې کړې ده
۳ -  سوله الهي امر دی او پر هر مسلمان واجب دي چې په خپل ژوند خبرو او معنوي چارو کې د دغه امر متابعت وکړي. د مسلمانانو ترمنځ ټولې شخړې او ستونزې باید د قرآنکریم او نبوي سنتو په رڼا کې حل او فصل شي. موږ، علما له همدې امله موږ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سولې او پخلاینې له وروستي وړاندیز څخه چې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په میاشت کې د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې اعلان شو، مننه او ملاتړ کوو. موږ دغه راز د سیمې له هیوادونو، اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې څخه مننه کوو چې په افغانستان کې د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی
۴ - دې ته په پام سره چې په افغانستان کې د سولې لپاره لازم شرایط برابر شوي، پر ټولو ښکیو خواوو غږ کوو چې د سولې مستقیم مذاکرات پیل کړی. ځکه په سوله ییزه توګه د مشورو ترسره کول د قرآنکریم په مختلفو آیتونو کې لکه د الشوری د سورت په ۴۲ او دغه راز د همدې سورت په ۳۸ آیت کې د مشورې امر کړی او مشوره یې د نیکو مؤمنانو کار ګڼلی دی
۵ -  د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د وارثینو او د قرآن او حدیثو د مفسرینو په توګه، علما په مسلمانه ټولنه کې د اسلام د واقعي ماهیت په ساتلو کې اساسي ونډه لري. (دا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم واقعي میراث دی چې له کبله یې رحمت اللعمین بلل کیږي). موږ له همدې امله دغه لوی امانت ته اوږه ورکړې ترڅو د اسلام اخلاقي اصولو ته په پام سره د اسلامي اخوت او انساني اخوت لپاره کار وکړو
۶ -  علما د ورثه الانبیا په توګه دنده لري چې د اسلام د مقدس دین نړیوال ارزښتونه لکه سوله، تحمل، او ټولنیز عدالت د پرمختګ لپاره کار وکړي او دغه راز خلک وهڅوي چې په خپل ژوند کې دا اصول د خپل ژوند اساسي لارښوونکي معیارونه وګرځوي
۷ -  د اسلامي امت علما په ځانګړې توګه د اندونیزیا، افغانستان او پاکستان علما ل هغو ستونزو او ننګوونو څخه په بشپړه توګه خبري دي چې اسلامي هیوادونه ورسره مخامخ دي او دوی کولای شي چې په اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سولې او پیوستون په برخه کې فعاله ونډه ولري
۸ -  د علماو مؤثره لارښوونه او موعظه چې د سپيڅلي قرآن او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر احکامو مبنی وي لکه دې حقیقت ته په پام سره چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پر اوسط لاره تګ ته ترجیح ورکوله او د خپل ژوند معیار یې وسطیت جوړ کړی و، د مسلمانانو لپاره سمه او بهترینه لاره ده، څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، نیک اعمال په مناسبه توګه په اخلاص او اعتدال سره ترسره کړئ هر وخت منځ لاره ونیسئ او په تګ کې هم له اعتداله کار واخلئ ترڅو خپل مقصد ته چې جنت دی ورسیږئ.(سَدِّدُوا وَقَارِبُوا، وَاغْدُوا وَرُوحُوا، وَشَىْءٌ مِنَ الدُّلْجَةِ‏.‏ وَالْقَصْدَ الْقَصْدَ تَبْلُغُوا ‏"‏‏.‏ بخاری جلد اتم، حدیث ۴۷۰)
۹ -  موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې تاوتریخوالی او تروریزم باید له هیڅ دین، ملت، تمدن او قوم پورې و نه تړل شي، ځکه له تاوتریخوالي ډک افراطیت او تروریزم چې د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی او ځانمرګي بریدونه پکې شامل دي، د اسلام د مقدس دین له اصولو سره په ټکر کې واقع دي
۱۰ -  د اسلامي امت د یوې کورنۍ په توګه، موږ د سولې د هراړخیز بهیر ملاتړ کوو او چمتو یې چې په دې بهیر کې رغنده مرسته وکړو او همدا راز د سولې لپاره د هر ډول هڅو او وړاندیزونو څخه د لاندې نصوصو په پام کې نیولو سره، ملاتړ کوو چې په افغانستان کې د دایمي سولې لامل شي
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْج وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ: مؤمنان سره وروڼه دي، د دوی ترمنځ سوله وکړئ او له الله تعالی څخه وویریږئ ترڅو درباندې رحم وشی. سوره الحجرات آیه ۱۰
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ألا أخبركم بأفضل من درجة الصيام والصدقة والصلاة ؟ قلنا بلى . قال إصلاح ذات البين وفساد ذات البين هي الحالقة، (ترمذي) آیا تاسې په داسې یو عمل خبر کړم چې له روژې، صدقې او لمانځه څخه بهتره دی، دوی وویل هو، رسول الله و فرمایل، د خلکو ترمنځ سوله کول، ځکه د دوی ترمنځ فساد هلاک کوونکی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو حدیث کې فرمائیلي دي چې: (مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ؛ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى) ژباړه: د مؤمنانو مثال خپل ترمنځ د مینې، ترحم او عاطفې له نظره لکه د یو جسد په څیر دی، چې یو غړی دردیږي، ټول وجود د ناآرامۍ او درد احساس کوي. متفق علیه
۱۱ - . په دې برخه کې موږ د افغانستان او د پاکستان د علماو له نقش څخه چې د دواړو هیوادونو د خلکو او حکومتونو ترمنځ یې د سولې او ورولۍ لپاره د قرآن او سنتو په رڼا کې د اسلامي تعالیمو سره سم، ترسره کوي، ملاتړ کوو
۱۲ -  په پای کې موږ د اندونیزیا له دولت څخه ډیره مننه کوو چې په مخلصانه توګه یې د درې واړو هیوادونو د علماو او اسلامي نړۍ ترمنځ د همکارۍ دا پروسه پیل کړه او په راتلونکې کې به ورڅخه ملاتړ کوي.



اړوند خبرونه