په ترکیه کې  یو ځل بیا په لسګونو تنه  ناقانونه کډوال ونیول شول.

په ترکیه کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

958371
په ترکیه کې  یو ځل بیا په لسګونو تنه  ناقانونه کډوال ونیول شول.

په ترکیه کې  یو ځل بیا په لسګونو تنه  ناقانونه کډوال ونیول شول.

د ترکیې د شانلي اورفا  او هتای په ولایتونو کې  ۱۰۴ تنه ناقانونه کډوال چې د قاچاقي لارو څخه  ترکیې ته راغلي وو  ونیول شول.

د یادو شوو ولایتونو  د امنیتي سرچینو د خبر له مخې  د شانلي اورفا د امنیتي ځواکونو د بیریجیک  په ولسوالۍ کې  د لسګونو  تنو ناقانونه کډوالو  په اړه د راپور  د ترلاسه کولو نه وروسته  ځانګړي عملیات  ترسره کړل. پدې عملیاتو کې  ۶۸ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.

همداشان  د ژاندارم  ځواکونو  د شانلي اورفا او غازي انتب ولایتونو په لویه لاره کې  د کنټرول  پر مهال  هم  یو زیات شمیر ناقانونه کډوال ونیول.

امنیتي ځواکونو  ناقانونه کډوالو سره  سم  د هغوې  قاچاقبران هم  نیول شوي دي. نیول شوو  کډوالو سره  د خوراکي توکو  او جامو د مرستې نه وروسته  د کډوالو ادارې ته وسپارل شول.

همداشان  د ترکیې د هتای  ولایت  د یایلا داغ په ولسوالۍ کې هم  د ناقانونه  لارو څخه  راغلي  ۳۶ تنه کډوال  ونیول شول.

ویل کیږي  نیول شوي  ناقانونه کډوال  د کډوالو د بیرته ستنولو  مرکز ته  سپارل شوي دي.

نیول شوي  کډوال  به  هر څه ژر  خپلو هیوادونو ته  واستول شي.



اړوند خبرونه