د افغانستان پلازمینه کابل  زورورې چاودنې  ولړزو.

د کابل د پولیسو د شپږمې امنیتي‌ حوزې په مربوطاتو کې چاودنه وشوه

956459
د افغانستان پلازمینه کابل  زورورې چاودنې  ولړزو.

د افغانستان پلازمینه کابل  زورورې چاودنې  ولړزو.

د پلازمینې کابل  لویدیځ  لوري‌ د پولیسو  د شپږمې امنیتي‌ حوزې  په مربوطاتو کې د قلعه ناظر په سیمه کې  د ثبت احوال نفوس د یو مرکز ترڅنګ  چاودنه  وشوه.

ویل کیږي‌ چاودنه  د پيژندپاڼو د توضع  د یو مرکز  ترڅنګ  شوې ده.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکیو  پدې پیښه کې د ۵۲ تنو د وژل   کیدو  او  ۱۱۵ تنو  د ټپي‌ کیدو  نه خبر ورکړی دی  .

د کابل  سرپرست  امنیې قومندان  محمد داوود امین  خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې دا چاودنه  د ځانمرګي‌ برید له امله  رامنځته شوې ده .

د هغه په وینا  ځانمرګي‌ برید کوونکي‌ د پیژند پاڼو د ویش  د مرکز  په دروازه کې ځان الوزولی  دی. 

د یادولو وړ ده چې  پيښه  په ځايي‌ وخت  د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه.

په افغانستان کې  د پارلماني‌‌ ټاکنو  په خاطر  د نوملیکنې  د بحیر  د پیلیدو سره سم  د دولت  مخالفینو  د نوملیکنې  په مرکزونو  په بریدونو پیل کړی دی.

د ویلو ده چې تیر اوونۍ  نامعلومو وسله والو کسانو  په غور ولایت کې د نوملیکنې په یو مرکز  برید وکړ  او پنځه تنه يي‌ وتښتول .



اړوند خبرونه