د افغانستان په اړه د تاشكېنت كنفرانس

ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د بهير، امنيت او سيمه ايز اتصال په كنفرانس كې چې د افغانستان په اړه د ازبكستان په پلازمېنه تاشكېنت جوړ شوى و، ګډون وكړ.

938844
د افغانستان په اړه د تاشكېنت كنفرانس

 

ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د بهير، امنيت او سيمه ايز اتصال په كنفرانس كې چې د افغانستان په اړه د ازبكستان په پلازمېنه تاشكېنت جوړ شوى و، ګډون وكړ.

پدې كنفرانس كې د سيمه ايزې همكارۍ او امنيت په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

ولسمشر غني پدې كنفرانس كې د وينا پر مهال وويل چې دا كنفرانس په افغانستان كې د روانې جګړې د پاى ته رسولو په موخه د سيمه ايزې همكارۍ د پراختيا په برخه كې د ازبكستان او افغانستان ګډه هڅه ده. د غني په وينا دا كنفرانس به ددې زمينه برابره كړي چې په هېواد كې د ۴۰ كلنې جګړې د پاى ته رسولو د څرنګوالي په موخه سيمه ايز او نړيوال سازمانونه په ګډه بحث او خبرې اترې وكړي.

ټاكل شوې ده چې ددې كنفرانس په پاى كې د تاشكېنت اعلاميه هم خپره شي چې په كې ګډونوال به په افغانستان كې د سولې د ټينګښت په اړه همغږي وښايي.



اړوند خبرونه