د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو په ولسوالۍ کې چاودنه وشوه.
ننګرهار کې چاودنه وشوه
937272
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو په ولسوالۍ کې چاودنه وشوه.
د ننګرهار ولایت د رسنیو د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې نن د سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د خوګیاڼي ولسوالۍ د چمتلې په ښار ګوټي کې په لاسي ګاډي کې چاودنه وشوه.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پدې پيښه کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
چاودیدونکي توکي په لاس ګاډي کې ځای په ځای شوي وو. د برید پړه پر طالبانو اچول شوې ده .
د پيښې ټپیان نږدې روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.