په هرات کې په جومات ځانمرګی بريد شوی
په هرات کې په جومات بريد شوی
937175
د افغانستان په لوديځ کې په هرات ولايت کې په جومات کې چاودنه شوې.
د هرات ولايت نه د ترلاسه شوي رپوت له چاودنه د نبي اکرم ص په نامه جومات کې شوې ده .
د هرات د والي وياند خبري رسنيو ته ويلي دي چې چاودنه د ماسپخين لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.
وياند په وينا پيښه د ځانمرګي بريد په پايله کې رامنځته شوې ده .
لومړی يو تن ځانمرګي بريد کوونکي د جومات د دروازه په مخکې ځان والوزو او وروسته بل تن چې جومات ته يي د ننوتو هڅه کوله د پوليسو په ډزو کې ووژل شو.
وياند ويلي دي چې پدې پيښه کې يو تن ژوند دلاسه ورکړی او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پيښې قربانبان ټول ملکي وګړي دي.