اسلامي حزب ګوند خپل درې مهم غړي له ګونده اخراج کړل
په افغانستان کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب خپل درې تن مهم او پیژندل شوي غړي له ګونده اخراج کړل.
په افغانستان کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب خپل درې تن مهم او پیژندل شوي غړي له ګونده اخراج کړل.
د اسلامي حزب ګوند لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د هیواد وروستیو پرمختګونو او پیښو په نظر کې نیولو سره د اسلامي حزب د ګوند اجراییوي شورا د درو تنو غړیو په اړه وروستۍ پریکړه وکړه.
اجراییوي شورا د عبدالهادي ارغندیوال، انجینیر محمد خان او ډاکټر بصیر انور له ګونده د اخراجولو پریکړه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې نوموړي درې تنه د اسلامي حزب نه زیات د نورو ګوندونو او ایتلافو ګټو ته ژمن پاتې شوي دي چې د همدې امله په اسلامي حزب ګوند کې ددوې غړیتوب لغوه اعلان شوه.
په خبرپاڼه کي ددې خبرې به ټینګار ویل شوي دي چې ددینه وروسته یاد شوي درې تنه نه د اسلامي حزب استازیتوب کولی شي او نه هم ددې ګوند غړیتوب لري. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې نوموړو درې تنو ته ددینه مخکې ویل شوي وو چې د نورو ګوندونو د منافعو په خاطر کار ونکړي او که چیرې غواړي کولی شي پخپله جلا ګوندونه جوړ کړي.
د یادولو وړ ده چې اسلامي حزب درې مهمې او پیژندل شوې څیرې له ګونده وشړلې.
انجینیر محمد خان اوسمهال د اجراییه ریاست د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي.
همداشان داکټر بصیر انور دم ګړۍ د افغانستان د عدلیې د وزیر په توګه دنده ترسره کوي.