په كندهار كې ډله ايز بريد
د راپورونو له مخې د كندهار د ولايت د سپين بولدك پر ولسوالۍ باندې ډله ايز بريد شوى دى.
924965
![په كندهار كې ډله ايز بريد](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/51db/0292/a14f/56d69f483c130.jpg?time=1718505407)
ويل كيږي چې دا بريد د درې تنو ځانمرګو لخوا طرحه شوى دى چې د ولسوالۍ مقر او د سپين بولدك د لويو لارو كنډك يې په نښه كړى دى. د معلوماتو له مخې په سيمه كې اوس هم جګړه روانه ده.
تر اوسه پورې د بريد د مرګژوبلې په اړه كره معلومات نشته دى.
د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.