د افغانستان په پلازمینه کابل کې چورلکې سقوط وکړ.
کابل کې چورلکې سقوط وکړ
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چورلکې سقوط وکړ.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې پيښه پرون د مازیګر په ناوخته ساعتونو کې رامنځته شوه.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري خبري رسنیو ته ویلي دي چې پرون د مازیګر په ناوخته ساعتونو کې د بهرنیو میلمنو چورلکه د حربي پوهنتون نه د الوتنې نه لنډه موده وروسته راوغورځیده.
په پیښه کې پنځه تنه بهرنیان ټپیان شوي دي.
وزیري ویلي دي چې د ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ندی.
وزیري ویلي دي چې چورلکه ټکر په پایله کې غورځیدلې ده خو دايي ندي ویلي چې د څه شي سره جنګیدلې ده.
د بله پلوه په افغانستان کې د ناټو غوڅ ماموریت ویلي دي چې غورځیدلې چورلکه ددوې یا د امریکايي ځواکونو پورې اړوند نده. پدې پيښه کې ناټو ځواکونو ته کوم زیان هم ندی اوښتی.
ویل کیږي چورلکه د بهرنیانو د یو خصوصي شرکت اړوند وه.