د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې چاودنه وشوه.

د جلال آباد ولایت نه د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې چاودنه د ښار شمال لورې ته  رامنځته شوې ده .

918399
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې چاودنه وشوه.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې چاودنه وشوه.

د جلال آباد ولایت نه د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې چاودنه د ښار شمال لورې ته  رامنځته شوې ده .

د ننګرهار ولایت  یو تن  جګپوړي امنیتي چارواکي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه  د امنیتي ځواکونو د کتار د تیریدو پر مهال رامنځته شوې ده .

چاودنه  په لویه لاره کې د ځای په ځای شوي  بم  د چاودنې په پایله کې رامنځته شوې ده .

پدې پیښه کې  ۳ تنو ملکي وګړو ژوند  د لاسه ورکړی دی. پداسې حال کې چې د برید مسئولیت  تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی  خو  د ننګرهار چارواکي د برید پړه په طالبانو اچوي.

ننګرهار چارواکیو ویلي دي چې  برید کوونکو  د نیولو او قانون منګولو ته د سپارولو په خاطر يي هلې ځلې پیل کړي دي.

د ویلو ده چې  د تیرې یوې اوونۍ په دننه کې  په ننګرهار ولایت کې دا دریمه  چاودنه ده چې رامنځته کیږي. په ټولو  چاودنو کې  تر ټولو زیات ملکي وګړو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده .



اړوند خبرونه