په کندهار کې پر طالبانو خونړي بریدونه وشو

په کندهار کې په لسګونو تنه طالبان ووژل شول

910719
په کندهار کې پر طالبانو خونړي بریدونه وشو

د افغانستان  د کندهار په ولایت کې  د هوايي بریدونو او مځکنیو عملیاتو په ترڅ کې  لږ تر لږه  ۳۵ تنه  طالب اورپکي وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې  افغان ځواکونو په کندهار ولایت کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ترسره کړو هوايي او مځکنیو عملیاتو کې  لږ تر لږه  ۳۵ تنه  طالب اورپکي له منځه  وړي  دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پدې عملیاتو کې د طالبانو اړوند  د وسلو او مهماتو ډیپوګان هم  له منځه وړل شوي دي.

د دفاع وزارت ویلي دي چې  دا عملیات  د نیش  په ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

ددې سربیره  یو زیات شمیر کلي  د طالبانو نه  پاک شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پدې عملیاتو کې د طالبانو اړوند  ۷ موټرې  او ګڼ شمیر وسلې او مهمات  له منځه وړل شوي دي.

د دفاع  وزارت پدې عملیاتو کې  افغان ځواکونو مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه