پر محقق نيوكې د زياتېدلو په حال كې دي.

د افغانستان د اجرايي رياست مرستيال حاجي محمد محقق چې په سوريه كې د فاطميون د ځواكونو تر نامه لاندې د افغان جګړه مارو نه په قدردانۍ سره يادونه كړې وه، يو زيات شمېر كسانو نيوكه وكړه.

856235

د افغانستان د اجرايي رياست ريس ډاكټر عبدالله عبدالله هم د محقق د نوم د اخيستلو پرته پر نوموړي نيوكه وكړه. عبدالله د وزيرانو د شورا په غونډه كې د وينا پر مهال وويل چې افغانان نور له جګړې ستړي شوي دي او سوله غواړي. د نوموړي په وينا په سوريه كې د جنګېدونكو افغانانو په اړه د محقق څرګندونې د افغان حكومت رسمي نظر نه دى.

د بله پلوه د ولسي جرګې مرستيال محمد نذير احمدزي هم پدې اړه وويل چې `` موږ نه غواړي چې هېوادوال مو په نورو هېوادونو كې جګړه وكړي.`` د نوموړي په وينا د محقق څرګندونې د قانوني او اخلاقي پلوه ناسمې دي.

حاجي محمد محقق په ايران كې يوې غونډې ته د وينا پر مهال د فاطميون د ځواكونو نه چې ډېرى غړي يې افغانان دي او په سوريه كې د بشار اسد پر پلوۍ جګړه كوي، په قدردانۍ سره يادونه كړې وه.

پيوندونه: #محقق , #افغانستان

اړوند خبرونه