افغانستان حکومت ددینه وروسته افغانستان خاورې ته د پاکستاني لاریو په تګ راتګ بندیز ولګو.
افغانستان ته د پاکستاني لاریو په تګ راتګ بندیز ولګید
افغانستان حکومت ددینه وروسته افغانستان خاورې ته د پاکستاني لاریو په تګ راتګ بندیز ولګو.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې پاکستاني لارۍ ددینه وروسته د افغانستان خاورې ته ننوتی نشي.
د افغانستان د ټرانسپورت وزارت ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځه د ټرانسپورتي ترانزیت په برخه کې د شوې هوکړه لیک موده سرته رسیدلې ده. افغانستان ولسمشر د فرمان په صادرولو سره ددې هوکړه لیک د مودې د نه غځولو حکم کړی دی.
د ولسمشر د حکم په مطابق ددینه وروسته به پاکستاني لارۍ سوداګریز توکي د تورخم او سپین بولدک تر ګمرکونو لاوړي او وروسته به دا توکي د افغانستان د لاریو لخوا د منځنۍ اسیا د هیوادونو تر ګمرکاتو انتقالیږي.
د ټرانسپورت وزارت ویلي دي چې پاکستان هم افغاني لارو ته خپل هیواد ته د ننوتو اجازه نه ورکوي چې افغانستان هم ددینه وروسته پاکستاني لارو ته خپلې خاورې ته د راننوتو اجازه نه ورکوي.
د بله پلوه د افغانستان ټرانسپورتي شرکتونو او عام خلکو د حکومت ددې پریکړې نه تود هر کلی کړی دی . ډیری شننونکي پدې باور دي چې د حکومت ددې ګام سره به افغانستان خاوره کې د د دولت د مخالفینو لپاره په پټه توګه د وسلو او چاویدونکو توکو د قاچاق مخه هم ونیول شي.
د ټرانسپورت وزارت ویاند ویلي دي چې په نږدې وختونو کې به د تاجکستان ، ازبکستان او ترکمنستان سره د ټرانسپورتي ترازیت په برخه کې تړونونه لاسلیک شي چې له مخې به يي دې هیوادونو ته د افغانستان د لویو موټرو تګ راتګ ته زمینه برابره شي.