په کابل کې یو ځل بیا  د ستر خونړي  برید مخه ونیول شوه.

د افغانستان د ملي امنیت منسوبینو په کابل پلان شوي ستر برید شنډ کړ

828225
په کابل کې یو ځل بیا  د ستر خونړي  برید مخه ونیول شوه.

په کابل کې یو ځل بیا  د ستر خونړي  برید مخه ونیول شوه.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په پلازمینه کابل کې  د یو بل خونړي  برید د مخنیوي نه خبر ورکړ .

د افغانستان د ملي امنیت ریاست  پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې ددوې منسوبینو  د کابل  په سروبي ولسوالۍ کې دوه تنه ځانمرګي برید کوونکي  چې غوښتل يي د کابل ښار په وینو ولړي  د چاودیدونکو توکو نه بار د یو موټر سره  ونیول.

د ملي امنیت ریاست  پدې خبرپاڼه کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د طالبانو مشرتابه  د پاکستان  د پيښور په ښار کې په ترسره کړې وروستۍ غونډه کې  په پلازمینه کابل کې  د مخکې نه په ټاکل شوو یو سلسله  هدفونو د بریدونو  پریکړه کړې ده . پدې غونډه کې په کابل کې په نظامي تاسیساتو، امنیتي ځواکونو د موټرو په کتارونو او د ښار په ګڼه ګوڼو سیمو  د ځانمرګیو بریدونو  پریکړه کړې ده.

ملي امنیت ویلي دي چې  ددې بریدونو  د ترسره کولو مسئولیت  د کاپیسا ولایت لپاره د طالبانو تش په نوم  والي قاري بریال ته  په غاړه ورکړ شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  نیول شوي  ترهګر  سمع الحق مشهور په مخلص  او واحدالله مشهور په صدام  د طالبانو د یو قومندان  حکیم الله په لارښونه  کابل ته د ځانمرګیو بریدونو په موخه راستول شوي وو چې  خپل هدف ته د رسیدو نه مخکې ونیول شول. همداشان  ددوې سره  یو سپینه سراچه ډوله  کرولا موټر  د یو زیات شمیر چاودیدونکو توکو سره  یو ځای  نیول شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست پداسې حال کې  د یو ستر برید د مخنیوي نه خبر ورکوي چې  دوه ورځې مخکې د کابل  پولیسو هم  د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې  د چاویدونکو توکو نه بار  لارۍ  د بریدکوونکي سره  یو ځای ونیول.



اړوند خبرونه