د افغانستان د پکتیا په ولایت کې په امنیې قومندانۍ ډله ییز برید وشو.
په پکتیا کې ډله ییز برید وشو
د افغانستان د پکتیا په ولایت کې په امنیې قومندانۍ ډله ییز برید وشو.
د پکتیا ولایت نه د رارسیدلي رپوټ له مخې نن د سهار د ۹ بجو او ۴۰ په شاوخوا کې په ګردیز کې د امنیې په قومندانۍ ډله ییز برید وشو.
لومړی یو تن ځانمرګي برید کوونکي ځان وچولو او وروسته نورو برید کوونکو د امنیې په قومندانۍ برید وکړ.
برید کوونکي د پولیسو سره په نښته کې ښکیل شوي دي او نښته دوام لري.
د بله پلوه عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې لومړنی ځانمرګی برید د موټر پر مټ ترسره شو. همداشان په سیمه کې د دویمې زورورې چاودنې غږ هم اوریدل شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش بیا ویلي دي چې طالبانو د سهار د ۹بجو او ۴۰ دقیقو د پکتیا ولایت په مرکز کې د امنیې قومندانۍ تر څنګ د ملي پولیسو په روزنیز مرکز ډله ییز برید کړی دی. هغه ویلي دي چې لومړی یو تن ځانمرګي د موټر پر مټ پدې مرکز برید وکړ او وروسته نور ترهګر د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول. هغه ویلي دي چې سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوې ده او تر اوسه پورې دوه ته ترهګر د خپور غورځول شوي دي.
هغه د ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویلي
د برید مسئولیت طالبانو په اړه اخیستی دی.
د طالبانو ویاند د ټولنیزې مډیا له لارې ویلي دي چې برید ددوی لخوا شوی دی . د طالبانو ویاند د پکتیا د امنیې په قومندانۍ او عامه نظم په کنډک د برید کولو ادعا کړې ده . طالبانو پدې برید کې ګڼ شمیر افغان پولیسو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده .