سور صلیب کمیټې د افغانستان په ځینو شمالي ولایتونو کې خپل فعالیت ودرولو
د سور صلیب نړۍوالې کمیټې د امنیتي دلایلو له امله د افغانستان په ځینو ولایتونو کې خپل فعالیتونه ودرول.
822750
د سور صلیب نړۍوالې کمیټې د امنیتي دلایلو له امله د افغانستان په ځینو ولایتونو کې خپل فعالیتونه ودرول.
په افغانستان کې د سور صلیب د دفتر مشرې مونیکا زیناریلي نن دوشنبه په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان په ځینو شمالي ولایتونو کې خپل فعالیتونه ودروي.
هغه وویل چې سور صلیب د افغانستان په کندوز او فاریاب ولایتونو کې خپلو فعالیتونو د درولو پریکړه کړې ده . همداشان په مزار شریف کې به هم د فعالیتونو کچه راټیټه کړي.
د ویلو ده چې سور صلیب کمیټې تیر کال د افغانستان په شمال کې د جوزجان په ولایت کې د خپلو۷ تنو کارکوونکو د وژل کیدو نه وروسته په ټول افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي وو.
په کابل کې د سور صلیب مشرې وویل چې په نورو ولایتونو کې به فعالیت دوام وکړي.