په کابل کې د تیرې شپې د چاودنې د مرګ ژوبلې وروستۍ شمیره اعلان شوه.
په کابل کې تیره شپه چاودنه وشوه
په کابل کې د تیرې شپې د چاودنې د مرګ ژوبلې وروستۍ شمیره اعلان شوه.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش وویل چې پدې چاودنه کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۴ تنه يي پولیس دي او ۱۵ تنه يي ملکي وګړي دي.
هغه وویل چې پرون ماښام د کابل په ځايي وخت د ماښام په ناوخته د ۶ نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل د پولیسو د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې د چنداول په سیمه کې د پولیسو په یو رنجر ډوله موټر کې د مقناطیسي بم د ځای په ځای کیدو له امله چاودنه وشوه.
په چاودنه کې دوه تنه پولیسو او یو تن ملکي وګړي په ګډون ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ او د دوو تنو پولیسو او ۱۴ تنو ملکي وګړو په ګډون ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پيښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د ویلو ده چې دوه ورځې مخکې په کابل کې د حامد کرزي په هوايي ډګر د راکټي بریدونو نه وروسته ترهګر د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول چې نښتې تر ماښام ناوخته ساعتونو دوام وکړ.
پدې پيښه کې هم ګن شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.